
ولایت د قرآن کریم یو ترټولو زیاته کارؤنکي کلمه ده ،خداوندمتعال نه یوازې د ولایت خدای دی ،بلکې دهغه یوازینی ولی دی ؛فَاللَّهُ هُوَ الْوَلِيُّ» (شوری/9)؛ په حقیقت کې ولایت د سرپرستۍ په معنا،یعنی سبحان خدای ته مخصو ص دی او که څوک ورڅخه استفاده ونه کړي، نو د طاغوت ولایت پرهغه د الهی عذاب په توګه اعمالیږي. (بقره: 257).
قرآن کریم په یوې بلې سوئې کې د مؤمنانو متقابل ولایت مطرح کوي؛ دوي د یوه بل وروڼه دي؛ (حجرات/10) او خپل موالات وساتي؛(توبه/71). انسان هیڅکله هم له مومن سره او هم له غیر مومن سره ولایت نشي درلودلی؛ نو ځکه قرآن کریم هم د ولائي لاره او هم د مؤمن لپاره دکرکې د اعلان لاره ښودلې ده.
قرآن کریم ټینګار کوي چې هیڅکله له کافرانوسره، (نساء/144)، دخداي له دښمنانو سره (ممتحنه/1) او له یهودیانو او مسیحیانو سره:؛لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ» (مائده/51) د روستئ او ولایت رابطه مه ټینګوئ :(توبه/23)؛ باید د انسان برائت مشخص وي څو خپلې ګروهنې ته لور نیونه ورکړي.
البته ددغوولایتونو د پریښودو دلیل څه دی؟. قرآن کریم د آل عمران سورې په ۲۸ آیت کې د کافرانو د نه سرپرستي او نه ولایت له فرمان وروسته فرمائي؛ َمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ؛ او هرڅوک چې دغه شان وکړي ، نو له خدای سره د هغه رابطه مقطوع ده:: دلیل ئې دا دی چې ولایت د مینې اونصرت په هماغو لومړنیو شیبو کې رسیږي،خو په لا لوړو مرحلو کې سرپرستئ او تدبر ته رسیدلی شي.
د مائدې سورې ۵۱ آیت هم مونږ ته فرمائي؛ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ؛ او له تاسو هر څوک له یهود او نصاری خپل دوستان وګرځوي، د هغوي په لیکه دي::پردې اساس سبحان خداي ددې لپاره چې انسان له هغې مهمې خطرې سره مخ نشي.له هماغه پیله د قرب او محبت ولاء منع کوي،څو له هغوي سره د تدبیر او سرپرستئ ولاء یوځاي نشي.
https://iqna.ir/en/news/3496861